
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له لورې د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د بېلا بېلو بریدونو په ترڅ کې ۳۳ تنه وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت ویلي، د دغه پېښې ټپیان د غزې تړانګې روغتیایي مرکزونو ته لیږدولي، خو هلته د کمو روغتیایي خدمتونو له امله د مړو شویو کسانو په شمېر کې د زیاتېدو ویره شته.
د دې وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې څخه تر اوسه په غزه کې د جګړې له امله د وژل شویو فلسطیني وګړو شمېر ۵۲ زره او ۸۶۲ او د ټپیانو شمېر ۱۱۹ زره او ۶۴۸ تنو ته رسېدلی دی.
ویل کیږي، د دغه بریدونو قربانیانو زیاته برخه ماشومان او میرمنې دي.