
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې تښتول شوي د ۴ تنو پنجابي ډیورانو او کلینرانو جسدونه موندل شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، روغتون ته د لیږد وروسته د یادو کسانو هویت معلوم شو، چې د پنجاب اصلي اوسیدونکي دي، چې دوه په کې وروڼه هم شامل دي.
دوی د ګازو ټانکر چلولو، چې څو ورځې وړاندې د نوشکي په احمد وال سیمه کې وتښتول شول.
تر اوسه کومې ډلې د یادې پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې، خو تر دې وړاندې د بلوچو ازادۍ غوښتونکې ډلې ګڼ شمیر پنجابي مزدوران وژلي.