
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
الجزیرې تلویزیون خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوريې ولسمشر احمدالشارع سره د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې ولیدل.
تر دې وړاندې احمد الشارع وړاندیز کړی و، چې ټرمپ دې ورسره ۴۵ دقیقې لیدنه وکړي.
دا غونډه د سوریې په وړاندې د بندیزونو د کمولو په اړه د هغه د پریکړې له اعلان وروسته ترسره کیږي.