
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په غزني او تخار ولایتونو کې طالبانو څلور خبریالان شکنجه کړي دي.
طالبانو یوه اونۍ وړاندې په غزني کې خبریال سلیمان راحل او تخار ولایت کې سېد منیر هدف، اسدالله تېمور او نصرت الله ابراهیمي نیولي.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، د سلیمان راحل د نیول کېدو او برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.
دغه سازمان د طالبانو دغه کړنې د بیان ازادۍ پر وړاندې ستر ګواښ بللی او ویلي، چې دغه دول کړنې نه یوازې د خبریالانو لپاره کاري فضا تنګوي؛ بلکې ټولنه هم تر ناوړو اغېزو لاندې راولي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره دې دغه نیول شوي خبریالان خوشې کړي.