
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال چې د هند او پاکستان ترمنځ حالات ترینګلي دي، د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده ته نږدې شخص ابراهیم صدر هندوستان ته سفر کړی.
د هندوستان سندي ګارډین رسنۍ خبر ورکړی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین او ملا هیبت الله ته نږدې شخص ابراهیم صدر هند ته په پټ سفر تللی.
د طالبانو د چارواکو په منځ کې باوري سرچینو ویلي چې ابراهیم صدر د روان کال د ثور په ۱۳مه، د پهلګام تر برید وروسته نوي ډیلي ته رسېدلی دی.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د هبتالله استازی د پاکستان او هند ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو په پام کې نیولو سره نوي ډیلي ته تللی دی، خو تر اوسه یې د سفر واضحه موخه نده روښانه شوې.
هندي رسمي سرچینو او د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې سفر پخلی نه دی کړی.
تر اوسه معلومه نه ده چې د هبتالله دا باوري استازی په هند کې له چا سره لیدلي دي.
ابراهیم صدر، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، د پاکستان د سختو مخالفینو په توګه پېژندل کېږي او د ایران اسلامي جمهوریت سره نږدې اړیکې لري.
هندي رسنۍ زیاته کړې، که ابراهیم صدر د هندي چارواکو سره د خبرو لپاره په نوي ډیلي کې حضور ولري، دا ښيي چې هند په افغانستان کې د نوي قدرت له جوړښت سره د تعامل په لارو چارو باندې له سره غور کوي.