
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
افغان شنونکی سمیع یوسف زي پخپل ایکس پاڼه خبر ورکړی، چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله پخپل امر د دوی د استخباراتو عمومي ریاست د ترهګرۍ ضد څانګې رئیس ډاکتر بشیر له دندې ګوښه کړی.
د باوري سرچینو په وینا، ډاکټر بشیر پر بې قضايي وژنو، د مشکوکو لارو له لارې د ملکیتونو په ترلاسه کولو او د مدیریت په کمزورۍ تورن شوی و.
په ۲۰۲۳ کال کې هم راپورونه خپاره شوي وو چې هغه د جلالآباد په ښار کې د سلفي او وهابي ډلو د غړو په وژلو کې لاس درلود.
ویل کیږي، دغه لاس لرنه د دې لامل شوې، چې د فرقه یي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې زیاتي شي.