
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې امریکا له ایران سره د اټومي تړون ترلاسه کولو ته نږدې شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي نن پنجشنبه (د غويي ۲۵مه) دوحه کې ویلي، چې ایران “تر یوه حده” د امریکا له شرایطو سره موافقه کړې ده.
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي تړون موضوع له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د نړیوالو سیاستونو یوه مهمه برخه پاتې شوې ده. په ۲۰۱۵ کال کې، ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو (P5+1) یو جامع اټومي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ایران موافقه وکړه د خپل اټومي پروګرام محدود کړي، او په بدل کې، پرې نړیوال بندیزونه لیرې شي.
خو په ۲۰۱۸ کال کې، د وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې تړونه یو اړخیزه وتنه وکړه، او پر ایران یې بېرته سخت اقتصادي بندیزونه ولګول. له هغه وروسته، اړیکې ډېرې خرابې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې ځنډېدلې وې.
په دې وروستیو کې، یو ځل بیا د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو موضوع ګرمه شوې، او داسې ښکاري چې دواړه لوري هڅه کوي د نوي تفاهم یا تړون ته ورسېږي.