
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیه ولسمشر استانبول ته د اوکراین د ولسمشر سره د مستقیمو خبرو لپاره له تلو ډډه کړې او نن یې خپل مرستیالان او استازي د اوکراین سره د سولې خبرو لپاره ترکیې ته ولېږل.
پوتین د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په استانبول کې د اوکراین سره مستقیمې خبرې وړاندیز کړې وې؛ له هغې وروسته زلنسکي اعلان کړی و چې په ترکیه کې به د روسیه د ولسمشر په تمه وي.
کرملین پرون ماښام یو پلاوی د اوکراین سره د خبرو لپاره معرفي کړ چې پوتین پخپله په کې حضور نه درلود.
د رویټرز خبري اژانس وايي، خبریالان د هغه ځای په نږدې کې موجود دي چې روسانو د خبرو لپاره ټاکلی دی.
ترکي چارواکو تر اوسه د دې ناستې د وخت یا ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي.
بلخوا د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د روسیه سره د سولې خبرو لپاره نن له غرمې وروسته د ترکیې پلازمېنې استانبول ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، هغه به لومړی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وویني.