افغانستانخبرونه

خلیلزاد: داسې راپورونه شته چې ښایي عمران خوشې شي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، داسې راپورونه شته چې ښایي د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران له بنده خوشې کیږي.

خلیلزاد د عمران خان خوشې کېدو ته هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان به دغه “حساس” پړاو کې د هغه له خوشې کولو هم په کور دننه او هم بهر ګټه پورته کړي.

عمران خان، چې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند مشر او د هېواد پخوانی لومړی وزیر دی، د ۲۰۲۳ کال د مې په ۹مه نیول شو.

هغه مهال پاکستاني چارواکو د اسلام‌باد عالي محکمې د احاطې څخه ونیوه، چې دا کار له پراخو مظاهرو او تاوتریخوالي سره مخ شو.

 دغه مظاهرې له تېرو څو کلونو راهیسې تر ټولو لویې ولسي غبرګونونه وو، چې په‌کې دولتي ودانۍ وسوځول شوې او د پوځ پر تأسیساتو هم بریدونه وشول.