
پکتیا کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې دوه انسان تښتوونکي نیولي او یو ماشوم له منګولو ژغورلی دی.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د مرکز ګردېز ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچېنې لیکلی، دوو تنو هڅه کوله یو لس کلن ماشوم وتښتوي، خو د امنیتي ځواکونو ته د وختي راپور له ترلاسه کېدو سره سم، پر وخت اقدام وشو، تښتوونکي ونیول شول او ماشوم ژغورل شوی دی.
طالبانو ویلي چې نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.