
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین سره د افغانستان په اړه خبري اتري کړي.
په دې لیدنه کې د سیمه ییزو همکاریو د دوام، په ځانګړې توګه د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اترې شوي.
دا غونډه د تهران د ۱۴مې ناستې په چوکاټ کې د سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو د ارزونې لپاره ترسره شوې ده.
دواړو خواوو د منځني ختیځ وروستیو حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ایران او تاجکستان ترمنځ د امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو پر پراخولو یې ټینګار وکړ.
دوی د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي، کلتوري همکاریو او خلکو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ژورو کلتوري، ژبني او تمدني اړیکو یې ټینګار وکړ.