
کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د یوه ډاډسین موټر د چپه کېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.
نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د کامدیش ولسوالۍ په مردیش کلي کې یو ډاډسن ډوله موټر سیند ته غورځېدلی دی.
سرچېنې لیکلي، دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو کس ټپي دی.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، د یوه کس مړی موندل شوی او یو بل لاهم نادرکه دی.