
کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو احصاییې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، د ايران مېشتو افغان کډوالو د هويت د تثبيت په موخه يې يوه غونډه کړې ده.
د دغې ادارې د نفوسو د ثبت مرستيال، محمد نبي نصرت له يوه پلاوي سره يو ځای، له بهرنيو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او ماليې وزارت استازو سره د هغو کاري ټيمونو د لېږلو په تړاو ليدلي چې ټاکل شوې د افغان کډوالو هويتونه ثبت کړي.
ښاغلي نصرت په دغه کتنه کې ويلي، د کډوالو لپاره د هويت تثبيت او اړوند خدمتونو ته اسانتیاو برابرول د ادارې له لومړيتوبونو دي او زياته کړې يې ده چې لازم چمتووالی بشپړ شوی او دغه ټيمونه به ژر ايران ته واستول شي.