
کابل ټیلیګراف – ۲۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په کندوز ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي، دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د ثور ۲۹مه) د کندوز ښار او امام صاحب ولسوالۍ په لاره کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، یو کرولا ډوله موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی، چې په پایله کې یې پنځه کسان ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. خاکسار ویلي، د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.