
کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې د کورنۍ شخړې له امله یو کس خپله میرمن او لور دواړه وژلي دي.
د پاکستان جیونیوز را پورونه وایي، دغه پېښه د کشمیر په ډیال سیمه کې رامنځته شوې ده، چې یوه بله لور یې هم د چړې په وارونو سره سخته ټپي کړې او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
پولیس وایي، د دغه پېښې وروسته یاد کس د ځآن وژنې هڅه هم کړې، خو بریالی شوی نه دی.