خبرونهلوبې

د اسیا سوک وهنې لوبو کې په لومړي ځل درې افغان لوبغاړي پای لوبې ته ورسیدل

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د بکسنګ فدراسیون، چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی چې د هېواد درې ورزشکاران د ۲۲ کلنۍ څخه کم عمر د اسیا د بوکسنګ اتلولۍ سیالیو پای لوبې ته لار موندلې ده.
د دغه فدراسیون په وینا، فردوس نجیبي، عمان هوتک او مجتبي شریفي، د افغانستان درې ورزشکاران دي چې د عراق او سعودي عربستان اړوند خپلو سیالانو په ماتولو سره فاینل ته وتلي دي.
دوی به د چهارشنبې او پنج‌شنبې په ورځو د قزاقستان د خپلو سیالانو سره د سرو زرو مډال د ترلاسه کولو لپاره رینګ ته ووځي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان درې ورزشکاران د دغو سیالیو فاینل ته رسېږي.
د ۲۲ کلنۍ څخه کم عمر د اسیا د بکسنګ اتلولۍ سیالۍ د روان میلادي کال له ۱۱مې نیټې راهیسې په سریلانکا کې پیل شوې او تر راتلونکو دوو ورځو پورې به دوام وکړي.
محمد مبصر قاطع او عبدالله بهیر، د افغانستان دوه نور ورزشکاران دي چې په دې سیالیو کې یې د برونز مډالونه ترلاسه کړي دي.