افغانستانخبرونه

روسیې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې منځګړیتوب ته چمتوالی ښودلی

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر وندیکتوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اټومي مذاکراتو کې منځګړیتوب وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې روسیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متوازنې او رغنده هوکړې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو ده.

د امریکا او ایران د اټومي مذاکراتو پینځمه پړاو سبا (جمعه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیلېږي.