
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني تاشکند کې له خپل اوزبیکستاني سیال شیرزود شرمتوف سره کتلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، چې دواړو لوریو په دې کتنه کې د ټکنالوژۍ په برخه کې پر سیسټم جوړونه، برېښنایي حکومتولي، سایبر امنیت، پانګونې او د افغان کدرونو ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
شرمتوف په دې کتنه کې ویلي، چې اوزبیکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په خبره یې اوسمهال دواړه هېوادونه کولای شي، چې د ټکنالوژۍ په برخه کې همکار پاتې شي.
ورتهمهال ښاغلي حقاني افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د شته فرصتونو، ترسره شویو چارو او شته لاستهراوړنو په تړاو معلومات وړاندې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال افغانستان د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړی او خپل سیسټمونه د کورنیو کدرونو له لارې جوړوي.
د کتنې په پای کې دواړو لوریو د یاد هېواد د (SOC) له مرکز (IT Park) او IT پوهنتون څخه هم لیدنه کړې.