
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې په خان یونس کې د بارودي سرنګونو د نړیدو له امله یو اسرائیلی سرتیری وژل شوی دی.
د اسرائیلو پوځ ویلي: د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې یوه ودانۍ چې بارودي سرنګونه په کې نصب وو، د نړېدو له امله یې یو اسرائیلي عسکر ووژل شو.
دغه ۲۰ کلن عسکر، سټاف سارجنټ دانیلو موکانو نومېده او د اسرائیلي پوځ د اوومې زغره وال کنډک غړی و.
هغه د بل عسکر سره یوځای هغه ودانۍ ته ننوتلی و، چې له وړاندې د بمونو کشف کوونکي سپي او ډرون په وسیله معاینه شوی وو.
را پورونه وایي، کله چې دواړه عسکر د ودانۍ لوړ پوړ ته ورسیدل، هلته نصب شوي بارودي مواد وچاودیدل، چې له امله یې ټول پوړ ونړېد او ودانۍ له خاورو سره خاورې شوه. د اسرائیلي پوځ په وینا، د موکانو جسد څو ساعته وروسته د ودانۍ له کنډوالو راوایستل شو.
دوی وایي، بل عسکر په ټپي حالت کې ژغورل شوی و.