
کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
حماس ته نږدې یو فلسطیني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه غورځنګ غزه کې د اوربند په تړاو منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وټکاف نوې طرحه منلې ده.
یاده طرحه چې پکې د حماس له لوري د لسو بندیانو ازادول او په غزه کې د ۷۰ ورځني اوربند ترسره کول شامل دي، د منځګړو هېوادونو له لوري حماس ته سپارل شوې ده.