افغانستانخبرونه

تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ افغانان له ایران او پاکستان را ایستل شوي

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، یوازې تېرو دوو مياشتو کې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانان له ایران او پاکستانه را ایستل شوي دي.

دغې کمېشنرۍ ویلي، د نړۍوالو مرستو کمېدو له امله افغانستان له یو ناورین سره مخ دی او کډوال باید په باعزته، داوطلبانه او خوندي توګه ستانه کړای شي.