
کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو ویلي، چې حماس غورځنګ د اوربند په اړه شوی وړاندیز ناقبول ګڼلی، خو حماس وایي، دوی د اوربند هر عادلانه وړاندیز تائیدوي.
د منځني ختیځ لپاره د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي چې د اوربند وړاندیز په اړه د حماس غبرګون ردېدل دي او ټینګار یې کړی، چې حماس باید دغه وړاندیز ومني.
بلخوا د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې موږ د اوربند وړاندیز رد کړی نه دی، خو د اوربند په اړه د امریکايي وړاندیز په اړه د اسرائیلو غبرګون متناقض دی.
هغه زیاته کړه چې د حماس په اړه د امریکايي استازي دریځ غیر عادلانه و، او د سټیو ویټکاف له دریځ څخه ښکاري چې هغه د اسرائیلو خوا ته میلان لري.
د یادونې وړ ده، چې حماس د غزې د اوربند په اړه د امریکا وړاندیزونو په ځواب کې ټینګار کړی، چې اوربند باید دایمي وي او له غزې څخه اسرائیلي ځواکونه په بشپړ ډول ووځي.