عجایب
په امریکا کې د مچیو ډک موټر د اوښتو له امله ۲۵۰ میلیونه مچۍ ازادې شوي

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالانو په واشنګټن ایالات کې د شاتو مچیو د لیږد یو بار وړونکي موټر د اوښتو په پایله کې ۲۵۰ میلیونه مچۍ ازادې شوي.
د را پورونو له مخې؛ دغه موټر د واشنګټن ایالت په واټکام کاؤنټي کې اوښتی و او مچۍ ترې ازادې فضا ته ولوتې.
د راپور له مخې، د دومره زیات شمېر مچیو د ازادېدو وروسته، پولیسو او ادارې خلکو ته لارښوونه وکړه چې د موټر د اوښتو له ځای څخه لرې پاتې شي او د مچیو څخه ځان وساتي.
چارواکي وايي، کارپوهان او د مچیو پالونکي د مچیو د کنټرول لپاره هڅې کوي او هیله ده چې مچۍ به ژر خپلو دیرش زره کندوګانو ته ستنی شي.