
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د امریکا چارسمبالې، کېرن ډېکر پر اېکس لیکلي چې د سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال مرستیالې، ماري بېشوپېنګ په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي دي.
ډېکر زیاته کړې چې په دغه کتنه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد مبارزې او د امریکایي بنديانو د خوندي بېرته ستنولو خبرې کړې دي.
دواړو لورو همدا راز د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د نظرونو تبادله کړې ده.