خبرونهنړۍ

ایران رسنۍ: ولادیمیر پوتین به ژر تهران ته سفر وکړي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران سفیر په مسکو کې ویلي، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین به ژر تهران ته سفر وکړي.

په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، د ایران او روسيې اړیکې پراخې شوې دي او زیاته کړې یې ده: «موږ به ژر د روسيې د ولسمشر تهران ته د سفر شاهدان یو.»

تر دې وړاندې د ایران د ولسمشر ویاندې هم خبر ورکړی و، چې تهران د ولادیمیر پوتین سفر لپاره په چمتوالی بوخت دی، خو د دغه سفر دقیق وخت یې ندی اعلان کړی.

تر اوسه روسیه هم د دغه سفر په اړه څه ندي ویلي.