
نن افغانستان کې د قربانۍ اختر لومړۍ ورځ نمانځل کیږي.
د تیرو کالونو برعکس سږنی اختر طالبانو له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته اعلان کړی.
په افغانستان کې روغتیایي چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د څارویو د ذبح کولو پر مهال له دستکشو او ماسک څخه کار واخلي، ځکه په افغانستان کې د کانګو تبې پېښې زیاتې شوې دي.
د کابل روغتون خبرداری ورکړی چې د دې ناروغۍ پېښې د تېر کال په پرتله ۱۰ تر ۱۵ فیصده زیاتې شوې دي او که په وخت یې درملنه ونه شي، کیدای شي وژونکې وي.