افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي.

په دغه ولایت کې سرچینې وایي، یاده پېښه د مومندرې ولسوالۍ باسوال سیمه کې پرون رامنځته شوې، چې د زاهدالله په نوم په کې یو کس وژل شوی او د هغه کورنۍ درې او مقابل کورنۍ دوه غړي ټپيان شوي.

یادې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: وژل شوی کس دیني عالم و او په یوه جومات کې د امامت دنده هم ترسره کوله.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم پېښه تائید کړې او ویلي، چې د قضیې اړوند څو تنه نیول شوي دي.