خبرونهنړۍ

د عمان بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د شپږم پړاو خبرو اترو وخت او ځای اعلان کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي د ایران او امریکا هېوادونو ترمنځ د شپږم پړاو خبرو اترو وخت او ځای په رسمي توګه اعلان کړ.

هغه په ایکس کې لیکلي چې دا مذاکرات به د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.

له دې وړاندې ایراني او امریکايي چارواکو هم ویلي وو چې د شپږم پړاو خبرې به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

ایران او امریکا تر دې دمه درې ځله په مسقط او دوه ځله د ایټالیا په پلازمېنه روم کې خبرې کړې دي.

ایراني چارواکي ادعا کوي چې دا خبرې “غیرمستقیم” دي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو خواوو نظرونه تبادله کوي.

د روم په پنځم پړاو خبرو اترو وروسته، امریکا د عمان له لارې ایران ته د هوکړې وړاندیز وکړ، خو ایران تر اوسه دې وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.

اوس مهال د دواړو خواوو ترمنځ د توافق لوی خنډ د ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام دی.

امریکا وايي ایران باید د یورانیمو غني کول ودروي، خو ایران دا خپل “سره کرښه” بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.