خبرونهنړۍ

په ایران د اسرائیلو برید کې دوه لوړ پوړي نظامیان او ۶ ساینسپوهان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د جمعې په سهار شاوخوا درې نیمې بجې د ایران په تهران او یو شمېر نورو سیمو اسرائیلو د ترسره شویو بریدونو په پایله کې د دغه هېواد دوه لوړ پوړي نظامیان او شپږ تنه هستوي ساینسپوهان وژلي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه بریدونو کې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز محمد باقري، د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان حسین سلامي او شپږ تنه هستوي ساینسپوهان عبدالحمید منوچهر، احمد رضا ذوالفقاري، امیر حسین فقهي، مطلبي زاده، محمد مهري طهرانچي او فریدون عباسي وژل شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ په دغه بریدونو کې د ایران یو شمېر نظامي مرکزونه او عامه تاسیسات هم په نښه شوي، چې له امله یې مالي زیانونه اوښتي او دغه راز لسګونه ولسي کسان هم ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د ایران د اسلامي انقلاب مشر ایت الله خامنه ای، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان، د پوځ قوماندانۍ، د ملي شورا مشر او ګڼ نورو خپلو څرګندونو کې ویلي، چې اسرائیلو ته به د دغه برید سخت ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې دغه بریدونو ته په سیمه او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د پاکستان لومړي وزیر، ترکیه، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، عمان، روسیې او ګڼ نورو هېوادونو دغه بریدونه غندلي او په سیمه کې د وضعیت په خرابوالي اندېښنې ښودلي.