
کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزني او سمنګان ولايتونو کې د جلا ترافيکي پېښو له امله درې کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
د معلوماتو له مخې، دوه پېښې د غزني په ګیلان او اب بند سیمو کې شوي چې د قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په ګیلان کې د ټوډي موټر د چپه کېدو له امله يو کس مړ او دوه ټپيان دي او په اب بند کې د درېيو موټرو د ټکر له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې په خواجه غایب سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله لس کسان ټپیان شوي دي.
دا پېښې پرون د یکشنبې په ورځ شوې دي.