
کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران او اسرائیلو ترمنځ له تیرو درې ورځو راهیسې د نښتو په ترڅ کې دواړو لورو څخه ۱۵۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۵ سوه تنه نور ټپیان شوي دي.
رسنیو د اسرائیلو چارواکو له قوله ویلي، چې د ایران لخوا په دغه هېواد د توغندیو د لګېدو له امله تر اوسه ۲۴ تنه وژل شوي او ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دوی زیاته کړې، د ایران بریدونو کې ګڼ شمېر ودانۍ نړیدلي او اټکل کیږي، چې د مرګ ژوبلې شمېر کې زیاتوالی راشي.
بلخوا د ایران د عامې روغتیا وزارت وزارت پرون ناوخته ویلي وو، چې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه په ایران کې ۱۲۸ تنه وژل شوي او تر ۹ سوو تنو پورې نور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړده، چې د جون په ۱۳مه اسرائیلو په ایران برید وکړ، چې د ایران لخوا یې د خوابیه برید وروسته دواړو لور ترمنخ جګړه پیل شوې ده.