خبرونهنړۍ

ایراني وګړو ته د ټرمپ خبرداری: له تهران ژر تر ژره ووځئ

کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يو بې ساري اقدام کې له ایراني وګړو غوښتي چې ژر تر ژر دې له تهران څخه ووځي.

هغه دغه راز د ایران له حکومت څخه غوښتي چې له کوم قید او شرط پرته دې د اټومي وسلو څخه د نه ګټې اخېستو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

ټرمپ خپلې دا څرګندونې پر خپله اېکس پاڼه باندې نشر کړي چې ترې لږ وروسته سپينې ماڼۍ او د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مارک روبیو هم دا څرګندونې ریټویټ (پر خپلو پاڼو نشر) کړي دي.

بلخوا سپينې ماڼۍ ويلي چې په منځني ختيځ کې د وروستي کړکېچ له امله په کاناډا کې د جي۷ غونډې پرېښي او بېرته واشنګټن ته ستون شوی دی.