افغانستانخبرونه

د افغانستان اماني صندوق تېر کال شاوخوا ۳۷ میلیون ډالره مرسته ترلاسه کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان اماني صندوق (STFA) په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۳۷ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړې، چې دا د وړم کال پرتله ۳۳ سلنې زیاتوالی ښيي.

تر دې دمه یې ټول ټال ۲۴۰ میلیونه ډالر را جلب کړي چې ډېری یې په ګډو پروګرامونو او پروژو لګول شوي دي.

دغه صندوق سږکال ۱.۳۶ میلیونه افغانانو ته د روغتیا، معیشت، اقلیم د بدلون پر وړاندې د مرستې او ټولنیز یووالي برخه کې خدمتونه کړي، چې نږدې نیمایي‌ یې ښځې او نجونې دي.