
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
اروپايي ټولنې په بروکسل کې د دوه ورځنۍ غونډې پرمهال له افغانستان سره د ۱۶۱ ميليون ډالرو مرسته اعلان کړه.
يادې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ لاندې د بشري وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې فقر او بې وزلي د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وګړو د خوړو د خوندیتوب او مالي پياوړتیا په موخه د ۱۶۱ ميليون ډالرو د مرستې اعلان وکړ او ويلي يې دي چې دا مرستې به د فقر ځپلې افغانانو ته ورسېږي.
اروپايي ټولنې دا هم ويلي چې ۲۳ ميليونه افغانان د فقر او لوږې سره ژوند کوي او همدغې چارې په نړۍ کې افغانستان د فقر، بې وزلۍ او لوږې په ناورین ترین هېواد بدل کړی دی.