خبرونهنړۍ

ناڅرګنده وسله والو صوابۍ کې دوه پاکستاني پولیس وژلي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې ناڅرګنده موټر سایکل سپرو وسله والو دوه پولیس په ډزو وژلي.

د پولیسو په وینا، دغه دوه پاکستاني پولیس هغه مهال د وسله والو لخوا په نښه شول، چې د صوابۍ په یوه هوټل کې یې ډوډۍ خوړله.

د دغه پاکستاني پولیسو نومونه جمال الدین او زاهد ښودل شوي.

له پېښې وروسته بریدګر له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.