
کابل ټيلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د قم ولایت د پولیسو د اطلاعاتو رییس اعلان کړی، چې پر ایران د اسرائیلو د بریدونو له پيل راهیسې تر دې مهاله په یاد ولایت کې ۲۲ کسان د صهیونیستي رژیم د جاسوسۍ له سازمانونو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
همدارنګه هغه زیاته کړې، پر یادو کسانو د عامه ذهنیت د ګډوډولو او له صهیونیستي رژیم څخه د ملاتړ تور هم دی.