
کابل ټیلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، اسرائیل د ایران د اټومي وړتیا ختمولو توان نه لري.
هغه زیاته کړې، له ایران سره به خبرې وکړو، وبه ګورو چې څه پایله راوځي، زه د خبرو اترو مخکې اوربند غواړم.
په نیوجرسي کې رسنیو سره په خبرو کې ټرمپ وویل چې په ایران کې ځمکنۍ ځواکونه اېستل به وروستی حل وي، او د ایران پر ضد د برید پرېکړې لپاره به تر ډېره دوه اوونۍ وخت ونیسم.
ټرمپ وویل چې د اسرائیل څخه د هوايي بریدونو بندول ستونزمن دي، اسرائیل د ایران اټومي وړتیا ختمولو توان نه لري.
د امریکا ولسمشر وویل: (( اسرائیل سم روان دي، ایران لږ ښه روان دی. که پر امریکايي شتمنیو برید وشو، برید کوونکو ته به سخت درد ورسیږي.))
سربېره پر دې، ټرمپ وویل چې امریکا له هند او پاکستان دواړو سره د سوداګرۍ په تړون خبرې کولای شي.
ټرمپ وویل چې د پاکستان او هند د جګړې د بندولو لپاره باید ماته د نوبل جایزه راکړل شي، خو لیبرالانو ته د نوبل د جایزې ورکولو له امله به دا خلک ماته یاده جایزه رانکړي.
د یادونې وړده، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د 2026 کال د نوبل سولې جایزې لپاره وړاندیز کړي.