خبرونهنړۍ

اسرائیلو په تیرو ۹ ورځو کې د جګړې له امله ۶ نیم میلیارده ډالر مصرف کړی

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ په تیرو ۹ ورځو کې اسرائیلو د جګړې له امله ۶ نیم میلیارده امریکایي ډالر مصرف کړی دی.

 د امریکا ورځپاڼې واشنګټن پوسټ څرګنده کړې چې اسرائیلو په وروستۍ جګړه کې هره ورځ شاوخوا ۲۸۵ میلیون ډالره د خپلو توغندیزو دفاعي سیسټمونو لپاره لګولي دي.

د دغه را پور له مخې؛ دا ورځنی لګښت یوازې د هوايي دفاع لپاره دی او د اسرائیلو ټول ورځنی پوځي لګښت کیدای شي تر ۷۲۵ میلیون ډالرو پورې ورسیږي.

د دې حساب له مخې، د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ د اسرائیلو د ورځني لګښتونو په اړه، چې د توغندیزو دفاعي سیسټمونو او د جګړې ټول لګښت پکې شامل دی، په تېرو ۹ ورځو کې اسرائیلو لږ تر لږه ۲.۵ میلیارد ډالره د توغندیزو دفاعي سیسټمونو او ۶.۵ میلیارد ډالره د جګړې لپاره لګولي دي.

دا شمېره د ایران د توغندیو د برید له امله د اشغال شوو سیمو په بېلابېلو برخو کې رامنځته شوي زیانونو پرته ده.