
کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په ترکیه کې د سوریې د بهرنيو چارو له وزیر اسعد حسن شیباني سره لیدلي دي.
د وزارت په وینا دا لیدنه په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو د وزیرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې شوې ده.
د سرچینې په وینا، د دواړو بهرنيو چارو وزیرانو ترمنځ د افغانستان او سوریې ترمنځ د اړیکو او تاریخي مخینې په تړاو خبرې شوي او هیله څرګنده شوې چې له جګړو راوتلي دغه دواړه هېوادونو حکومتونه وکولی شي چې دا هېوادونه له ستونزو خلاص او د پرمختګ په لور روان کړي.