افغانستانخبرونه

ایران له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازولۍ په یوه لیک کې له امنیت شورا غوښتي چې بېړنۍ غونډه را وبولي او د ملګرو ملتونو له منشور سره سم، د امنیت شورا د مسوولیتونو په چوکاټ کې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې لازم ګامونه پورته کړي.

دغه لیک کې د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې موخه “جنایتونو” ته ځواب ښودل شوی دی.

اسرائیل د وړمې جمعې پر سهار (د غبرګولي ۲۳مه) پر ایران بریدونه وکړل؛ له هغه راوروسته نهمه ورځ ده چې دواړه لوري پر یو بل هوایي او توغندیز بریدونه کوي، دواړه لورو ته زیانونه او مرګ‌ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

اوس امریکا هم په مستقیم ډول په دې جګړه کې ځان ښکېل کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د ایران په اصفهان، نطنز او فردو کې پر اټومي تاسیساتو د برید خبر ورکړ او له بریدونو وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړ چې سولې ته غاړه کېږدي کنه «راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.»

د ایران سپاه پاسداران د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته خبرداری ورکړی چې«اوس زموږ لپاره جګړه پیل شوه.»

د ایران د دولتي ټلوېزیون صدا و سیما سیاسي مرستیال بیا ویلي چې د امریکا تر بریدونو مخکې ټول اټومي مرکزونه خالي کړل شوي وو او دغو مرکزونو زیان ته نه دی اوښتی.