افغانستانخبرونه

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير هاکان فيدان سره وکتل.

دې کتنه کې د افغانستان او ترکيې پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې شوې دي.

د ترکيې بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره اړيکې د ترکيې لپاره مهمې بللې او ګڼو برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی دی.

همدا راز ښاغلي مقتي ویلي، چې ترکيه د طالبانو په بهرني سياست کې ځانګړی ځای لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د کچې له لوړیدو سره بايد دوه اړخيزې همکارۍ لا زياتې شي.