پر ایران د اسرائیل د بریدونو دوام؛ ګڼ افغان کډوال هېواد ته د ستنېدو لېواله شوي

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران په ملکي تاسیساتو او د اټومي انرژۍ په مرکزونو د امریکا او اسرائیلو د همهاله بریدو له وېرې په دغه هېواد کې مېشتو ګڼو افغان کډوالو په خپله خوښه هېواد ته د ستنېدو پرېکړه کړه ده.
د ایران د خراسان رضوي ولايت سره په ګاونډ کې د پروت هرات ولایت په دا منځ کې د ایران او افغانستان ګډه پوله -اسلام قلعه بندر- په وروستيو ورځو کې هېواد ته په خپله خوښه د ستنېدونکو افغان کډوالو د ګڼوالي کوربنه ده. ګڼو دغو افغانانو پرېکړه کړې چې د خپل ځان او مال د خوندي ساتلو په موخه له ایران څخه ووځي.
پنځوس کلن يوسف چې له کلونو راهېسې ایران کې کډوالو و او تېره اوونۍ هرات ته راستون شوی، وايي، هلته پاتې کېده يې د مرګ له ګواښ سره مخ کېده و، نو ځکه يې ایران پرېښود او خپل هېواد ته راستون شو.
هغه د ایران د جګړه ييزې او بمونو را غورځېدو فضاء ته په اشارې سره وويل: «د ایران وضعیت خراب و او سخته جګړه روانه وه. اسرائیلو په ایران بریدونه کول او خلک ډېر ډار شوي وو، ما حتی وخت پیدا نکړل چې د کور له مالک څخه خپلې مخکې ورکړې پیسې بېرته تر لاسه کړم، همداسې راغلم.»
مرتضی يو بل افغان کډوال دی چې په تهران کې يې له يو ساختماني شرکت سره کار کولو او د جګړې او د اسرائیلو د بریدونو له وېرې هېواد ته راستون شوی دی
هغه وويل، ډارېده چې هسې نه په ایران کې د اسرائیلو په بریدونو کې ووژل شي او دلته په هېواد کې یې کورنۍ بې سرپرسته پاتې شي.
په هرات کې د اسلام قلعه سرحدي ښارګوټي مسوولین وایي چې اوسمهال هره ورځ د جګړې له وېرې اووه زره په شاوخوا کې خلک هېواد ته راستنېږي.
د اسلام قلعه بندر يو مسوول عبدالظاهر خان رسنيو ته ويلي چې پر ایران د اسرائیلو د بریدونو له وېرې د دغه بندر له لارې د خلکو راتګ زیات شوی دی.
پر ايران د اسرائیلو د بریدونو له امله له افغان کډوالو سره ډار وروسته له هغې زیات شو چې په دغه هېواد کې د اسرائیلي بریدونو پرمهال يو شمېر افغان کډوال ووژل شول. د معلوماتو له مخې، تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې د ولي احمد او عبدالحفيظ په نومونو دوه افغان ځوانان په دغو بریدونو کې وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.
د دغو کسانو د مرګ ژوبلې د راپورونو له خپرېدو وروسته په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ډار زيات شوی او هغه کډوال چې توان لري هڅه کوي چې ایران ژر تر ژره پرېږدي.
په پاریس کې مېشت يو افغان کډوال وحیدالله چې کورنۍ يې ایران کې ده، د هغوی د ژوند په تړاو اندېښمن دی.
هغه وايي: «ما د خپلې کورنۍ لپاره په فرانسه کې کیس ثبت کړی او هڅه کوم چې هغوی فرانسې ته انتقال کړم. خو په دې ورځو کې ایران کې جګړه ده، ډارېږم چې کورنۍ ته مې زیان ونه رسېږي، زما کورنۍ د طالبانو له ډاره خپل هېواد ته هم نه شي ستنېدلی.»
په هېواد کې د طالبانو د بیا ځلي واکمېندو ووسته لکونه افغانان د امنيتي ګواښونو، بې وزلۍ او بې کارۍ له امله د ایران په ګډون ګاونډيو هېوادونو او اروپایي هېوادونو ته کډوال شول، خو د ژوندي پاتې کېدو دا هيله يې به ایران کې هم د لمنځه تللو په حال کې ده.