خبرونهنړۍ

پاکستان دې ټرمپ ته د نوبل جایزې د ورکولو وړاندیز بیرته واخلي

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د جمعیت علماؤ اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وایي، پاکستان دې ډونالډ ټرمپ ته د نوبل جایزې د ورکړې وړاندیز بیرته واخلي.

هغه له پاکستان حکومته غوښتي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ ته د نوبل جایزې ورکولو وړاندیز بیرته واخلي.

ښاغلي فضل الرحمن چې په یوه ګوندي غونډه کې وینا کوله، وویل: «د ترمپ لاسونه د فلسطینیانو، عراقیانو او افغانانو په وینو ککړ دي. په ایران برید ترسره کولو سره ټرمپ ملي او نړیواله قوانین مات کړل.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په خپل ایکس پاڼه کې خپره شوې ویډیو کې له ایران سره د خپل ګوند بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې پاکستان رسماٌ ډونالډ ټرمپ د نوبل سولې جایزې لپاره وړاندیز کړ.