افغانستانخبرونه

عراقچي: تر اوسه له اسرائیلو د اوربند هوکړه نه ده شوې

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې تراوسه د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په تړاو کومه هوکړه نشته.

هغه پر خپله ايکس پاڼه لیکلي، چې د اسرائیلو له لوري د غیر قانوني بریدونو درېدو په صورت کې به ایران هم کوم غبرګون ونه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په قطر کې د امریکا پر العدید اډې د ایران د برید څو ساعته وروسته ادعا وکړه چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړه شوې ده.