خبرونهنړۍ

رویټرز: د ایران د اټمي پروګرام په اړه د ټرمپ ادعا د استخباراتي ارزونې سره په ټکر کې ده

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله وايي چې د ایران د اټمي پروګرام د بشپړ ویجاړېدو په اړه د ډونالډ ټرمپ ادعا د امریکا د یوې استخباراتي ادارې د لومړني ارزونې سره په ټکر کې ده.

یوې سرچینې ویلي چې د ایران د غني شوي یورانیمو ذخیره ویجاړه شوې نه ده او د دې هېواد اټمي پروګرام، چې ډېری یې د ځمکې لاندې دی، شاید یوازې څو میاشتې وځنډول شي.

ټرمپ د ایران د دریو اټمي مرکزونو پر هوايي برید وروسته ادعا کړې وه چې متحده ایالاتو د ایران اټمي پروګرام “بشپړ ویجاړ” کړی دی.

ایران له وړاندې ویلي و، چې د دوی اټمي پروګرام ته بنیادي زیان ندی اوښتی او ژر به یې یو ځل بیا عملي چارې پیل کړي.