افغانستانخبرونهلوبې

خوست کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کرکټ لوبغالي کې نندارچیانو ته څوکۍ جوړیږي

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

چارواکي وایي، د خوست ولایت د کرکټ په ملي لوبغالي کې یې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د نندارچیانو لپاره د اووه زره څوکیو د جوړولو چارې پیل کړي دي.

په دغه ولایت کې د کرکت امر احسان الله ولي مسرور ویلي، چې دغه پروژه د افغانستان کرکټ بورد لخوا تمویليږي او د څوکیو شمېر به له اته زرو څخه ۱۵ زرو ته لوړ شي.

د نورو ولایتونو ترڅنګ خوست د هېواد هغه ولایت دی، چې ځوانان یې د کرکټ سره بې سارې مینه لري.

له دغه ولایت څخه ګڼ شمېر پیاوړي لوبغاړي د هېواد په کچه د کرکټ ملي لوبډلې غړیتوب لري.