
کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې په بېلا بېلو سیمو کې د اسرائیلو د تازه بریدونو له امله ۳۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، جون ۲۵مه راپور ورکړی چې بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.
په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تېره ورځ هم د اسراییلو په ډزو کې ګڼشمېر فلسطینیان چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرستو وېش یوه مرکز مخې ته ولاړ وو، وژل شوي او ټپیان شوي وو.
بلخوا د اسراییلو پوځ ویلي چې ایران سره تر اوربند وروسته یې، اوس ټول تمرکز پر غزه دی، څو ټول برمته شوي، ازاد او حماس لهمنځه یوسي.
غزه کې د روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، د غزې پر وړاندې د اسراییلو په جګړه کې لږترلږه ۵۶،۰۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همداراز په دې موده کې بیا څه باندې ۱۳۱،۸۴۸ نور کسان بیا ټپیان شوي دي.