
کابل ټیلیګراف – ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان په سیندهـ ایالت کې د کراچۍ ښار پوليسو خبر ورکړی چې د هندي استخباراتو (را) سره د همکارۍ په تړاو يې څلور کسان نيولي دي.
د کراچۍ پوليسو د ځانګړو پلټنو مسوول شعېب مېمن يو خبري کنفرانس ته ويلي چې دغه څلور کسان د پوليسو د ځانګړو پلټونکو، پوليسو او نورو ګډو امنيتي ادارو په عملیاتو کې د کراچۍ ښار قاید اباد سیمې څخه نيول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دغو کسانو د هندي پوځل له يو جنرال رنجیت سېنګهـ سره اړېکې درلودې او د پاکستان د مهمو مسایلو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره یې هغوی ته د مختلفو ځايونو انځورونه هم لېږل.
هند او پاکستان چې دوه نږدې ګاونډي هېوادونه دي د پاکستان له رامنځته کېدو تر اوسه پورې په جګړو او دښمنۍ کې پاتې شوي او دواړه غاړې ډېر کله يو بل ته د جاسوسۍ په تړاو خپل وګړي نيسي.