
کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
جاپان د پنجشنبې په ورځ هغه کس اعدام کړ چې د اتو ښځو او یو سړي په وژنې تورن و.
تاکاهیرو شیرایشي، چې د “ټویټر قاتل” په نوم یادیږي، په ۲۰۱۷ کال کې د زاما ښار په خپل اپارتمان کې د ۹ کسانو د وژنې په تور په اعدام محکوم شوی و.
نوموړی تورن و چې د ټویټر (اوس ایکس) له لارې له قربانیانو سره اړیکه نیولې وه او بیا یې په خپل اپارتمان کې وژلې و او جسدونه یې ټوټه ټوټه کړي وو.
دا لومړی ځل دی چې په تېرو درېیو کلونو کې جاپان د یوه زنداني په وړاندې د اعدام حکم پلي کوي.
د جاپان د عدلیې وزیر کیسوکه سوزوکي، چې د شیرایشي د اعدام حکم یې تایید کړی، وویل دا پرېکړه یې د دقیقې ارزونې وروسته او د نوموړي د “خودغرضه انګیزو” له امله، چې “ټولنه یې په سختې وېرې او ناامنۍ کې اچولې”، کړې ده.
وروستی اعدام په جاپان کې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې شوی و.
په جاپان کې اعدام د دار په واسطه ترسره کېږي او محکومین یوازې څو ساعته مخکې له اعدام څخه خبرېږي، چې دا موضوع د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ ده.
اوسمهال په جاپان کې ۱۰۵ کسان د اعدام په تمه دي.