افغانستانخبرونه

غویي میاشت کې د څه باندې ۱۰۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادارات شوي

کابل ټیلیګراف – ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال په غویي میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولټال ارزښت ۱۰۲ اعشاریه ۷ میلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت هم یو میلیارد او ۲۴۴ میلیونه ډالر وو.

د دغې ادارې د شمېرو لمخې، د دې کال په وري میاشت کې بیا د صادراتو ټولټال ارزښت ۸۵ اعشاریه ۷ میلیونه ډالر و، چې په غویي میاشت کې ۱۷ میلیونه ډالره زیاتوالی ښیي.

په وري میاشت کې ټولټال د ۸۴۲ اعشاریه ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي چې غویي میاشت کې ۴۰۱ اعشاریه ۲ میلیونه ډالره زیاتوالی پکې راغلی دی.

په غویي میاشت کې ډېری صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر توکي بیا له ایران، پاکستان او چین وارد شوي دي.